د شينجيانګ استازي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۲مې غونډې له ګډونوالو سره خپلې تجربې شريکې کړي
CMG2023/03/24 16:14:05
شريکول:

د چين د شينجيانګ اوسېدونکي نايب جان تووپ د مارچ په ۲۳مې نېټې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۲مې غونډې ته وينا کړې او د خپلو تجربو د شريکولو له لارې يې د غونډې ګډونوالو ته د شينجيانګ په اړه واقعي معلومات وړاندې کړي دي.

نايب جان تووپ پخوا د جنايي کړنې له امله په زندان محکوم شوی و.

 نوموړي ويلي، چې د شينجيانګ په زندانونو کې له بنديانو سره هيڅ بد سلوک نشته او د زندان پوليسو هغه زده کړو ته هڅولی او اوس یې د شينجيانګ پوهنتون ډيپلوم هم تر لاسه کړی دی. 

نایب جان اوس د شينجيانګ د ختن سيمې د يوې شخصي تصدۍ مسئول دی او کلنی عايد يې سل زرو يوانو ته رسيږي.