روغتيا نړيوال سازمان: په نړۍ کې د کولرا د خپرېدو کچه په لوړېدو ده
CMG2023/03/24 10:34:38
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۲۲مې نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې په دې وروستيو کې څو هېوادونو کې د کولرا ناروغۍ نښې نښانې پيدا شوي او خلک پرې اخته شوي دي.

ياد سازمان ويلي، چې کولرا په څو هېوادونو او سيمو کې په خپرېدو ده، خو لا يې هم واکسين نه دی جوړ شوی او اندېښنه يې ښودلې، چې په نړۍ کې د دې ناروغۍ د خپرېدو کچه ښايي نوره هم لوړه شي.

په اعلاميې کې ويل شوي، چې روغتيا نړيوال سازمان د فبرورۍ په ۱۱مې نېټې پر يادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېرې خپرې کړې وې او اوس یې په ځينو نورو هېوادونو کې هم د يادې ناروغۍ نښې نښانې پيدا کړي او ځينې کسان پرې اخته شوي دي.

ياد سازمان ويلي، چې د مارچ تر شلمې نېټې پورې د نړۍ په ۲۴هېوادونو کې پر کولرا خلک اخته شوي او لويه برخه يې په افريقا او منځني ختيځ کې ښودلي دي.