د ايران او سعودي بهرنيو چارو وزيرانو ټليفوني خبرې کړي
CMG2023/03/24 10:37:46
شريکول:

د ايران بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۲۳مې نېټې پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد خارجه وزير حسين امير عبداللهيان د سعودي عربستان د بهرنيو چارو له وزير فیصل بن فرحان آل سعود سره تليفوني خبرې کړي او هوکړه يې کړې، چې ډېر ژر به سره وويني.

 يادې ويبپاڼې د ايران د بهرنيو چارو وزير عبداللهيان په قول ويلي، هېواد يې چمتو دی، چې له سعودي عربستان سره اړیکې پياوړې کړي. 

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير فیصل بن فرحان آل سعود ویلي، چې په بېجينګ کې يې خپلمنځي ډيالوګ مثبته پايله لرلې او دا یې مهمه بللې، چې له خپل ايراني سیال سره وګوري او په يو لړ مسئلو ورسره خبرې وکړي..

د ايران او سعودي عربستان د بهرنيو چارو سیالانو نه يوازې پر دې موافقه کړې، چې ژر به دوی سره وګوري، بلکې د خپلو سفارتونو د بيا پرانيستلو په هکله يې هم اړوند کارونه ترتيب کړي دي.