افغان سياسي شنونکی: د چين او روسيې ترمنځ د همکاريو پياوړتيا به له امنيتي او اقتصادي پلوه سيمه امنه او خوندي کړي
CMG2023/03/25 10:00:51
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روسيې د ولسمشر پوتين په بلنه د مارچ له شلمې تر ۲۲مې نيټې پورې له دغه هېواده رسمي ليدنه وکړه. د دواړو  مشرانو يو له بل سره خبرې وکړې او تر هغه وروسته په نوې زمانه کې د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو په هکله د دواړو هېوادونو ګډه اعلاميه خپره شوه. نړيوالې ټولنې د رئيس شي جين پينګ دغه سفر ته ډېره پاملرنه کړې ده. ځيني شنونکي وايي چې  دغه سفر به په بېلا بېلو ساحو کې د يادو هېوادونو د همکاريو د پياوړتيا او د اړيکو د پرمختګ چټک کړي. په دې اړه افغان مشهور سياسي شنونکي هېواد ځاځي د چين د ميډيا ګروپ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې داسې ويلي چې د چين او روسيې ترمنځ د همکاريو پياوړتيا به له امنيتي او اقتصادي پلوه سيمه امنه او خوندي کړي.

چين او روسيه په نړۍ کې دوه لوی هېوادونه ګڼل کېږي او دوه اړخيزې اړيکې يې د لويو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نمونه ده، له اوږدې مودې راهيسې چين له روسيې سره د سيمې د سولې لپاره ډېرې هڅې کړې دي.ښاغلي هېواد ځاځي وويل چې چين په وروستيو کې د سيمې د امنيت په خونديتابه کې ډېر فعال شوی او د ايران او سعودي عربستان ترمنځ د برياليو خبرو اترو کوربتوب يې کړی چې د يادو هېوادونو ترمنځ د یوه سياسي تړون لامل شو. زما په اند روسيې ته د رئيس شي جين پینګ سفر څو موخې درلودې. لومړی دا چې چين غواړي د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د ښکېلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو منځکړيتوب وکړي څو دغه مسئله په سوله ييزه توګه حل شي. دويم دا چې چين او روسيه په ګډه غواړي چې د سيمې له نورو هېوادونو سره د همکاريو له لارې ور باندې د لوېديځو هېوادونو د بنديزونو مخه ونيسي. درېيم هدف ممکن د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي راکړي ورکړي غوړېدل وي څو دوه ستر اقتصادي هېوادونه يو له بل سره د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اړتيا وړ زیاتوالی راولي. نو ځکه د دغو موخو په لرلو سره دغه سفر ډېر مهم اهميت لري او د سيمې پر امنيت او پرمختګ مثبته اغېزه کوي.

افغانستان د جنوبي او مرکزي اسيا او چين ترمنځ پروت هېواد دي، نو امنيت او ثبات یې د سیمې د امنيت او پرمختګ د ساتلو يوه ډېره مهمه برخه بلل کېږي. اوس دغه هېواد تازه له اوږدې جګړې خلاص شوی او په هره برخه کې يې د پرمختګ لپاره تازه ګامونه پيل کړي دي. چين او روسيه په نړۍ کې د مهمو لويو هېوادونو په توګه اغېز لرونکي هېوادونه دي او د نړيوال پرمختګ او سیمه ييز پرمختګ په تېره بيا د افغانستان د چارو د پرمخ بېولو په برخه کې رغنده رول لوبوي. د ښاغلي هېواد ځاځي په اند چین او روسيه د افغانستان د دوو سترو گاونډيو هېوادونو په توګه د همکاريو له لارې کولی شي چې پر سيمې او د ده پر هېواد مثبت اغېز وکړي. هغه وويل چې افغانستان کې امنيت او ثبات د ټولې اسيا لپاره خورا مهم دی، نو يادو هېوادونو ته په کار ده چې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو، سياسي اړیکو او امنيتې همکاريو له لارې خپلې اړيکې وپالي. چین چې په نړۍ کې د سترو اقتصادي پروژو لپاره پانګونه کوي، کولی شي چې په افغانستان کې پر کاني زېرمو، کرنيز سکتور، د اوبو په مديريت او نورو برخو کې پانګونه وکړي. په عین وخت کې چين او روسيه د م.م د امنيت شورا د دايمي غړو هېوادونو په توګه کولی شي چې له غربي نړۍ سره زموږ د اړيکو په رغولو کې مهم رول ولري او د افغانستان پر وړاندې د غرب د نامنصفانه او غير عادلانه پرېکړو مخه ډب کړي. موږ له چين څخه مننه کوو چې وخت نا وخت يې د امریکا له خوا زموږ د مرکزي بانک د کنګل شوي شتمنۍ د خوشي کېدو غوښتنه کړې، خو دا کافي نه دي. هيله من یو چې چين له روسيې سره له نورو ممکنو لارو چارو کولی شي چې پر غربيانو فشارونه راوړي څو زموږ حق را کړي. موږ تمه او باور لرو چې دوه ستر هېوادونه دغه کار تر سره کولی شي.