د بريتانيې دفاع وزارت د مارچ په ۲۱ مې اعلان وکړ، چې هېواد به يې اوکراين ته جنګي ټانکونه او یورانیم لرونکي بمونه برابر کړي.
د بريتانيې دغه پرېکړه ډېرو خواوو غندلې ده. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې مريا زاخاروا د مارچ په ۲۳ مې په خپلو خبرو کې د بريتانيې ياده پرېکړه ناپوهي وبلله او خبرداری يې ورکړ، چې د يورانيم لرونکو بمونو کارول به له کنټرول وتلې نتيجې رامنځته کړي. هغې وويل، دغې پرېکړې ثابته کړې، چې لوېديځ هېوادونه پر نورو هېوادونو يرغل غواړي، ځکه هغوی د اوکراين، سيمې او ټولې نړۍ سوله نه غواړي.
د جرمني پارلماني غړې سار واګنکنيچت پر ټولنيزو رسنيو وليکل: د بريتانيې کړنه جرم دی، د علمي څېړنې نتيجه ښيي، چې د يورانيم لرونکو بمونو کارول پر سرطان د انسانانو د اخته کېدو کچه لوړوي او چاپيريال هم خرابوي. نوموړې د جرمني له حکومت څخه وغوښتل، چې د بريتانيې د دغې پرېکړې د منفي اغېزو پر وړاندې اقدامات غوره کړي.
د ترکيې سیاست پوه اونور جيوزرتان د بريتانيې پرېکړه رښتينې لمسون کوونکې کړنه او هدف يې د جګړې د شديدولو معنی بللې.