د بوليويا بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۲۴مه نېټه خبر ورکړ او د لاتينې امريکا پر هغو هېوادونو يې چې د ليتيوم پراخ کانونه لري، غږ وکړ، چې د دغه هېواد د ولسمشر غوښتنه واوري او په ګډه او چټکه توګه د ليتيوم توليدونکو هېوادونو سازمان جوړ کړي.
د امريکا د جنوبي قومندانۍ قومندانې لاورا ريچارډسون په دې وروستيو کې په پرانيستي ډول د ليتيوم د استخراج د همکارۍ په اړه د بوليويا او د لاتینې امریکا د نورو هېوادونو پر تګلارو نيوکه کړې.
د بوليويا ولسمشر لويس ارسي د مارچ په ۲۳مه نېټه په خپلو خبرو کې د لاورا ريچارډسون يادې څرګندونې وغندلې او پر دې يې ټينګار وکړ، چې لاتینه امريکا به د امريکا د متحده ايالانونو انګړ نه وي. هغه وويل، د ليتيوم د استخراج او کارولو چارې د هېوادونو په ملي حاکميت پوړې تړلې او بهرني هېوادونه باید پکې مداخله ونه کړي.
نوموړي د چيلي، ارجنټاين او پيرو په شمول ليتيوم لرونکو هېوادونو ته بلنه ورکړه، چې له بوليويا سره يو ځای د نقتو د صادرونکو هېوادونو د سازمان په شان د لاتینې امريکا د هېوادونو په مشرۍ د ليتيوم توليدونکو هېوادونو سازمان جوړ کړي.
تر اوسه پورې په لاتینه امريکا کې د ليتيوم توليدي اندازه د ټولې نړۍ څه باندې دېرش سلنه جوړوي.