بېجينګ: نړیوال ارګانونه د جيوپوليتيکې سيالۍ ميدان نه دی
CMG2023/03/25 11:54:56
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ماو نينګ د مارچ په ۲۴ مې نېټې د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې نړيوال ارګانونه د جيوپوليتيکې سیالۍ ميدان نه ، بلکې د نړيوالې همکارۍ ډګر دی، که امریکا په سمه توګه په يونيسکو کې د چين رول وارزوي، نو چين به يې د ارزونې هرکلی وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير بلينکن د مارچ په ۲۲ مې نېټې وويل، چين په يونيسکو کې تر ټولو لوی خدمت کوونکی دی او ډېرې ښې اغېزې لري، دا چې امریکا په دغه ارګان کې ګډون نه لري، نو د دغه ارګان د تنظيمولو فرصت يې له لاسه ورکړی، امریکا دې په دغه ارګان کې بیا شامله شي.

د معلوماتو له مخې امريکا دوه ځلې له يونيسکو څخه وتلې  ده.

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ وويل، چې که امريکا د چين د اغېزو د مخنيوي په موخه په يونيسکو کې بيا ګډون وغواړي، له دې څخه به څرګنده شي، چې امريکا خپلې ګټې تر نړيوالو عامو ګټو لوړې ګڼي.