د چين په جنوب کې د مارچ او اپريل په مياشتو کې د چای پاڼو اخيستلو او توليدولو وخت دی او د چايو په باغونو کې کارګران د چای پاڼو په اخيستلو مصروف دي. ښکلې نجونې د چای شنې او پاکې پاڼې اخلي او په همدې وخت کې فلکلوريکې سندرې وایي. دغه منظرې ډېرې په زړه پورې دي.