د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په ۲۴مه نېټه يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين هرکلی کوي، چې سوريه او سعودي عربستان په خپلو هېوادونو کې د یو او بل د سفارتونو د بيا پرانيستلو په هکله ګډې موافقې ته ورسېدل.
د اټکل له مخې، د دغو دواړو هېوادونو سفارتونه به د اپرېل په درېيمه لسيزه کې کارونه پیل کړي.
وياندې ماو نينګ وويل، چې سوریه بېرته لویې عربي کورنۍ ته راستنیږي او همدا د عربي هېوادونو د يووالي او سمسورتيا د رامنځته کولو لپاره ګټې لري. چين د عربي هېوادونو تر منځ د يووالي او همکارۍ، د خپلواکو او ستراتيژيکو اړیکو د پياوړتيا، د سيمې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره له ګډې هڅونې څخه ټينګ ملاتړ کوي.