د اسهامو او بانکدارۍ په بحراني حال کې، د اروپايي ټولنې سرمشريزه پای ته ورسېده
CMG2023/03/25 15:17:10
شريکول:

د اروپايي ټولنې د پسرلي سرمشريزه چې دوه ورځې يې دوام درلود، د مارچ په ۲۳مه نېټه د بلژيک په پلازمېنه بروکسيل کې پيل شوه. د اروپايي ټولنې د ۲۷ هېوادونو مشرانو په غونډه کې د اروپا د بانکدارۍ چارو د سيستماتيکو خطرونو د مضامينو په هکله د دروازو تر شا بحثونه وکړل او په ځانګړې توګه يې د بانکونو د نظارت لپاره د نويو ميکانيزمونو په جوړولو تمرکز وکړ.

د اروپا د مرکزي بانک مشرې کريسټيني لاګارډي په همدې ورځ څرګنده کړه، چې کافي پانګې او د پيسو  روان حالت د اروپا د بانکدارۍ ثبات ساتي.

د جرمني صدراعظم ولف سچولز له غونډې وروسته وويل، چې اوس د دغه هېواد بانکونه په ښه او ثابته توګه کار کوي.

د پولنډ صدارعظم ماټيوسز موراويڅکي د اروپا د ځينو پولي څانګو په اړه  اندېښنه څرګنده کړه او په ځانګړې توګه د بانکدارۍ په چارو کې د پانګه اچوونکو صندوقونو رول ته يې  ګوته ونیوله.

د پاملرنې وړ ده، چې د اروپايي ټولنې د اروپايي شورا رئيس چارليس ميچيل او د اروپايي ټولنې رئيسې ورسولا ون ډير لين په همدې ورځ له سرمشريزې وروسته، په ناڅاپي ډول  همېشنۍ خبري ناسته لغوه کړه.

د بريتانيا د  ګارډین ورځپاڼې د خبر له مخې،  د شنونکو په وینا، چې په متحدو ايالانونو او اروپا کې د دلچسپۍ زياتول په اخري ډول اقتصاد زيانمنوي او په پولي ساحه کې  یې نښې نښانې رامنځته شوي دي. سره له دې چې اروپا په خپله فکر کوي، چې خپلې بانکدارۍ چارې یې ثابتې دې، خو د امريکا په شمول په ځينو هېوادونو کې پولي خطرونه مخ په زياتېدو دي او اروپا ښايي له دې امله اغېزمنه وي.