د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په ۲۴ مې د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا دې د بازاري اقتصاد او عادلانه سیالۍ اصولو ته درناوی وکړي او پر بهرنيو تصديو دې بې اساسه محدوديتونه لرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د چيني خواله رسنۍ ټیک ټاک اجرائيه رئيس د امريکا په پارلمان کې د شواهدو اورېدو غونډې ته وربلل شوی.
د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ پدې اړه وويل، د چين حکومت د قانون له مخې شخصي معلومات او ډېټاګانې خوندي ساتي او هېڅکله يې له تصديو او شخصيتونو نه دي غوښتي، چې د نورو هېوادونو له قوانينو څخه سرغړونه وکړي او د خپلو بهرنيو مشتريانو شخصي معلومات، ډېټاګانې او استخباراتي معلومات ورکړي. د امريکا حکومت تراوسه پدې اړه هېڅ شواهد نه دي ښودلي، خو بیا هم پر ټېک ټاک يې بې ځايه تورونه لګولي.
ماو نينګ زياته کړه، چې د امريکا حکومت دې په خپل هېواد کې بهرنيو تصديو او پانګوالو ته پرانيستی، عادلانه او غېر تبعيضي چاپېريال برابر کړي.