د هندوراس د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۲۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې هېواد يې د چين له تايوان سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې دي.
په دې اعلاميې کي ويل شوي چې په نړۍ کې يوازې يو چين شته دی، د چين ولسي جمهوريت د چين په استازيتوب يوازينی قانوني حکومت دی او تايوان د چين د خاورې نه جلاکېدونکې برخه ده. هندوراس له همدې ورځې څخه له تايوان سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې او ور سره يې هر ډول رسمي اړيکې بندې کړې.(غاټول)