سيمور هيرش: دا خبر جعلي دی چې وايي نورډ سټریم نلليکې اوکراين پلوې ډلې تخريب کړې
CMG2023/03/26 14:34:45
شريکول:

د امریکا مشهورتحقيقتي ژورناليست سيمور هيرش د مارچ په ۲۲ مې پر ټولنيزو رسنيو يوځل بيا ليکنه خپره کړې او هغه خبر يې جعلي بللی چې وايي نورډ سټریم نلليکې اوکراين پلوې ډلې تخريب کړې دي.

سيمور هيرش يوه نيمه مياشته وړاندې ليکنه خپره کړې او ويلي يې دي چې اروپا ته د روسيې د طبيعي ګازو د نورډ سټريم نلليکو د تخريب پېښه د جوبايډن حکومت طرحه کړې ده. سيمور هيرش په خپله تازه ليکنه کې يوځل بيا غني شواهد او تفصلات ښودلي او ويلي يې دي چې د جرمني صدراعظم  اولف سچولز د روانې مياشتې په پيل کې له امريکا د لېدنې پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر جوبايډن سره د نورډ سټريم د تخريب پېښې په اړه خبرې وکړې او وروسته د امريکا مرکزي استخباراتي ايجنسۍ يوه دنده پيل کړې او له مخې يې د جرمني له فدرالي استخباراتي ادارې سره په ګډه د دغې پېښې د واقعيتونو د پټولو په موخه يوه جعلي کیسه جوړه کړې ده.

د امريکا د کلومبيا پوهنتون پروفيسور جيفري ساکسد نورډ سټريم تخريبول ډېر سخت او پيچلی کار بللی او ويلي يې دي چې د دې کار د ترسره کولو توان يوازې امريکا لري.