په غرونو کې د چای ونې
CMG2023/03/26 15:40:53
شريکول:

په چين کې د چای فرهنګ، د چای د کرلو او څښلو تاريخ اوږد دی. د پسرلي په دې وخت کې د چين په زياتو ځايونو کې د چای ونې په غرونو کې شنې کېږي او ښکلې منظرې په زړه پورې وي. د چای ونو تازه پاڼې غوړولې او په غرونو کې يې منظم قطارونه جوړ کړي دي.

دا د انسانانو او طبيعت لخوا په ګډه انځور شوې منظرې دي. غرونو کې يې منظرې ښکلې او تصويرونه يې د شعر د بيتونو په شان يې په زړه پورې دي.