په سوريه کې غیرقانوني امريکايي سرتيرو د تيلو غلا ته دوام ورکړی
CMG2023/03/26 15:01:47
شريکول:

د سوريې خبري اژانس خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د غير قانوني میشتو امريکايي ځواکونو یو کاروان چې ۱۴۰موټر پکې شامل دي، د مارچ په ۲۵مه نېټه د ۸ زغره والو موټرو په بدرګه د سوريې له حسکه ولايت څخه د عراق په لور روان و.

د خبر له مخې، په دغه کاروان کې ۸۰ ټانکرونه په سوریه کې له غلا شويو تيلو ډک دي او په ۶۰ نورو لاریو کې پوځي تجهيزات او نور توکي بار دي.

د يادونې وړ ده چې امريکا لاهم په سوريه کې په غير قانوني توګه پوځ ځای پر ځای کړی او د دغه هېواد له حکومت ضد وسله والو څخه د ملاتړ له لارې يې د دې هېواد عمده نفت توليدونکې سيمې نيولې او څو څو ځلې يې تيل غلا کړي چې له دې امله په دې هېواد کې بشري ناورين او د انرژۍ بحران سخت شوی دی.