شي جین پينګ د برازیل ولسمشر ته د پيغام په استولو سره د هغه د روغتيايي وضعیت پوښتنه وکړه
CMG2023/03/26 20:26:16
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۶مه نېټه د برازيل ولسمشر لولا ته پيغام واستاوه او د نوموړي د روغتيايي وضعیت پوښتنه يې وکړه.

شي جين پينګ په دې پیغام کې ويلي: په خواشینۍ کې خبر شوم چې ولسمشر لولا په انفلونزا او د سږي پر ناروغۍ اخته او مجبور شوی چې چين ته سفر وځنډوي.

ښاغلي شي جین پينګ په خپل پيغام کې ويلي: زه غواړم چې ستاسو د ناروغۍ له امله خپله خواشيني در سره شریکه کړم، هیله لرم چې ښاغلی ولسمشر ژر صحت پيدا کړي او په مناسب وخت کې چین ته سفر وکړي.