چین او هندوراس ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړی
CMG2023/03/26 14:08:26
شريکول:

چین او هندوراس ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړی

د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د مارچ په ۲۶مې نېټې په بېجينګ کې له خپل هندوراسي سیال رينا سره ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو په اړه ګډه اعلاميه لاسليک کړه.

په دغه اعلامیه کې راغلي، چين او هندوراس د خپلو خلکو له ګټو او هيلو سره سم پرېکړه کړې، چې د دې اعلاميې د لاسليکېدو له نېټې څخه یو له بل سره د سفيرانو په کچه خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي.

د دواړو هېوادونو حکومتونو موافقه وکړه چې یو د بل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته به درناوی کوي، یو پر بل به یرغل نه کوي، د یو بل په کورنیو چارو کې به مداخله نه کوي او د برابرۍ، ګډو ګټو او ګډ سوله ییز ژوند د اصولو پر بنسټ به خپلمنځي دوستانه اړيکې ټينګوي .

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې د هندوراس حکومت یو چین په رسمیت پېژني او د چين ولسي جمهوريت حکومت يوازنی قانوني حکومت دی چې د ټول چين استازيتوب کوي او تايوان د چين د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده.

هندوراس په همدې ورځ له تایوان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پرېکون اعلان کړی او چين د دغه هېواد د یاد اقدام هرکلی کړی دی.