صربيايانو پر پخوانۍ يوګوسلاويا د ناټو په بمبارۍ کې د قربانیانو په یاد غونډه کړې
CMG2023/03/26 14:30:07
شريکول:

د مارچ په ۲۴ مې د صربيا په ډېرو ځايونو کې پر پخوانۍ یوګوسلاويا د ناټو د بمبارۍ قربانيانو ته د درناوي مراسم ترسره کړي دي.

د ۱۹۹۹م کال د مارچ د ۲۴ مې نېټې په ماښام د صربيا پر سومبور پوځي هوايي ميدان د ناټو له خوا لومړی د کروز توغندي برید وشو او وروسته يې هوايي بریدونه پيل کړ چې ۷۸ ورځې يې دوام وکړ.

په دې موده کې د ناټو له خوا پر سومبور پوځي هوايي ډګر او شاوخوا سیمو ۲۹ ځله بمبار شوی  دی.

زرګونه صربيايان د روانې میاشتې په ۲۴ مې په سومبور ښار کې د یادې پېښې قربانيانو ته د درناوي په موخه راغونډ شوي دي. د صربيا ولسمشر الکساندر ووچيچ دغې غونډې ته په وینا کې د ناټو کړنې له نړیوالو قوانینو سرغړنه بللې او هغه یې سختې وغندلې.

د امريکا په مشرۍ ناټو د ۱۹۹۹م کال د مارچ پر ۲۴ مې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له اجازې پرته د پخوانۍ يوګوسلاويا پر پوځي تجهيزاتو او بنسټيزو تاسيساتو ۷۸ ورځې بمبارۍ کړې دي. 

ناټو په دغو عملیاتو کې ۱۵ ټنه يورانيم لرونکي بمونه کارولي چې له امله يې په صربيا کې پر سرطان د خلکو د اخته کېدو کچه لاتراوسه وخت په وخت زیاتېږي.