پوتين: روسيه به په بېلاروس کې ستراتيژيکې اټومې وسلې ځای پر ځای کړي
CMG2023/03/26 15:01:01
شريکول:

د روسيې خبري اژانس د مارچ په ۲۵مه نېټه خبر ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي، د بيلاروس د ولسمشر لوکاشينکو له غوښتنې سره سم يې پرېکړه کړې چې په دې هېواد کې ستراتيژيکې اټومې وسلې ځای پر ځای کړي. ده ویلي چې روسيه به د اپرېل له درېيمې نيټې څخه اړوند پرسونل وروزي او د جولای له لومړۍ نيټې نه مخکې به په بيلاروس کې د دغو وسلو نصبولو اړوند تأسيسات جوړ کړي.

پوتين زياته کړې چې روسيې له بیلاروس سره د لسو داسې جنګي الوتکو د ځای پر ځای کولو  مرسته کړې  چې ستراتيژيکې اټومي وسلې پکې نصب شوې دي.

روسيې دغه راز بیلاروس ته Iskander M توغنديز سيستم هم سپارلی دی.

پوتین پر دې ټينګار کړی چې د روسيې ياده پرېکړه دا معنی نه لري چې روسيه به بيلاروس ته اټومي وسلې وليږي. نوموړي وویل، امريکا له سلګونو کلونو راهيسې د خپلو متحدینو په خاورو کې ستراتيژيکې اټومي وسلې ځای پر ځای کړې، اوس روسيه د امريکا په څېر همدغه کار کوي، خو دا د اټومي وسلو د نه خپرېدو له کړې ژمنې څخه سرغړونه نه ده.

(غاټول)