د معلولینو د مسلکي مهارتونو لسمه نړيواله سیالي د مارچ په ۲۵ مه د فرانسې په ميتزښار کې پای ته ورسيده.
دغه سيالي په لومړي ځل په ۱۹۸۱م کال کې ترسره شوې او له هغې وروسته دا ۱۰ ځل دی چې د معلولینو د مسلکي مهارتونو لوړېدو، پر ځان باور او وړتیا پياوړتیا او هغوی ته د کاري فرصتونو په پيدا کولو کې د مرستې په موخه ترسره کېږي.
په دې سیالیو کې ګډونوال معلولین د تجهيزاتو او الکترونيکي او تخنیکي وسایلو جوړولو، د وېښتان اصلاح، د مخ سينګارولو او د ډوډۍ پخولو په ګډون د بېلابېلو مسلکي مهارتونو کې خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کوي.
د چين پلاوي په سږنۍ سيالي کې ۶ د سرو زرو ، ۷ د سپينو زرو او ۷ د برونزو مډالونه ګټلي او د مډالونو په درجه بندۍ کې يې څلورم مقام ترلاسه کړی دی.