د چین د پرمختګ د لوړې کچې فورم کلنۍ غونډه پيل شوه
CMG2023/03/26 15:29:10
شريکول:

د چین د پرمختګ د لوړې کچې فورم د ۲۰۲۳م کال غونډه د مارچ په ۲۶ مې نېټې په بېجينګ کې پیل شوه.

 د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او مرستيال صدراعظم دينګ شوه شيانګ د دغې غونډې په مراسمو کې وينا وکړه او د دغه هېواد د دولت د رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام يې ولوست.

دينګ شوه شيانګ وويل، ورخلاصون د چين بنسټيزه ملي تګلاره ده او هېواد يې د دې تګلارې په رڼا کې نه يوازې پرمختګ موندلی، بلکې نړۍ ته يې هم ګټې رسولې دي، چين به هڅه وکړي چې کورنی او نړيوال اقتصاد ته حرکت ورکړي، له نورو هېوادونو به زيات باکيفيته توليدات او خدمتونه وارد کړي، له بېلابېلو خواوو سره به د خپلو بازارونو فرصتونه شريک کړي، خپلو بازارونو ته به د بهرنيو پانګو د ننوتلو شرايط نرم کړي، خپل سوداګريز چاپيريال به ښه کړي او له بهرنيو تصديو سره به د کورنيو تصديو د شته امتیازونو په څېر چلند وکړي، زیاتې بهرنۍ پانګې به جلب کړي او په ښه توګه به يې وکاروي. دغه راز به د يو کمربند او یوې لارې باکيفيته پرمختګ وهڅوي او نړيوال پرمختګ ته به نوی خوځنده ځواک ورکړي.

د چين د پرمختګ د لوړې کچې فورم د دغه هېواد د دولتي شورا د پرمختګ او څېړنيز مرکز لخوا جوړېږي او د سږنۍ غونډې محتوا او موخه يې ((د اقتصاد بيا سمسورتيا، فرصتونه او همکاري)) ده.