د زيمبيا د (KGL) برېښناکوټ پنځم نمبر توربينونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول
CMG2023/03/26 15:05:20
شريکول:

د زيمبيا د (Kafue Gorge Lower Hydropower Station)برېښناکوټ چې د چين په مرسته جوړ شوی، د مارچ په ۲۴مه نېټه د پنځم نمبر برېښنايي توربينونو د فعالېدو مراسم تر سره کړل.

د زيمبيا ولسمشرهاکيندي هيچيليما د دغو توربينونو د فعالېدو تڼۍ ته فشار ورکړ او د برېښنا تولید يې پيل کړ.

هيجيليما خبریالانو ته ويلي چې د دې برېښناکوټ فعالېدل به زیمبیا د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور وي.

د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ د يوې نمونوي پروژې په توګه د دې برېښناکوټ جوړونه به په زيمبيا کې د برېښنا د کمښت ستونزې په هواري کې مرسته وکړي.