د چين او هندوراس ترمنځ د سياسي اړیکو ټېنګېدل څه انعکاسوي؟
CMG2023/03/27 14:52:04
شريکول:

هندوراس د مارچ په ۲۵ مې نېټې له تايوان سره د اړيکو پرېکون اعلان کړ او يوه ورځ وروسته يې له چين سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو خبر ورکړ.

د نړۍ ۱۸۲ هېوادونه له چين سره ډيپلوماتیکې اړيکې پالي او يوازې ۱۳ هېوادونه پاتې دي، چې له تايوان سره ډيپلوماتيکې اړیکې لري. د دغو دواړو شمېرو لوی توپير د دې ښکارندويي کوي، چې نړيواله ټولنه د يوه چين پېژندنې اصل مني. د هندوراس اوسني انتخاب د دې هېواد د خلکو هيلې راټوکولي ، د تاريخ سم لوری یې روښانه کړی او د ډېرګړو هېوادونو په ليکه کې دریدلی دی.

په نړۍ کې د چين په نوم یوازې يو هېواد شته او د چين ولسي جمهوريت حکومت يې يوازينی قانوني حکومت دی او تايوان يې د خاورو يوه نه بېلېدونکې برخه ده. هندوراس له شرط او قید پرته له چين سره ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي او دغه انتخاب يې د لاتينې امريکايي هېوادونو د هغې هيلې ښکارندويي کوي، چې ټول شرافتمندانه پرمختګ ومومي. زیاتو هېوادونو درک کړی، چې له چين سره يې ډيپلوماتيکې اړیکې د متقابل درناوي او برابرۍ پر بنسټ ګډې ګټې ترلاسه کوي او د خپلو خلکو له اصلي او اوږمهالو ګټو سره سمون لري.

چين په څلورو وړانديزونو یعنې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز، نړيوال پرمختګ، نړيوال امنيت او نړیوال تمدن وړانديزونو کې د هندوراس د ګډون هرکلی کړی دی.

د چين حکومت ويلي، غواړي له هندوراس څخه واردات پراخ کړي، خپلې تصدۍ به وهڅوي، چې په هندراس کې پانګونې وکړي، د دغه هېواد د بنسټيزو تاسيساتو په جوړولو کې به ګډون ولري او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره به يې يو لړ پروژې پيل کړي او د اړيکو د ټينګېدو لاسته راوړنې او ګټې به د دواړو هېوادونو تر خلکو ورسوي.

هندوراس د يوه چين پېژندنې اصل د مراعات ژمنه کړې او هيله يې ښودلې، چې خپلمنځي اړيکې به ورسره لا نږدې او په بېلا بېلو برخو کې به ورسره خپلمنځي همکارۍ نورې هم پياوړې کړي.

داسې ښکاري، چې دواړه خواوې د دوه اړخيزو اړیکو ښه پيل ته صميمي ليوالتيا او هيلې لري.

د نظر خاوندان په دې اند دي، چې د چين او هندوراس صادقانه اړيکې او متقابلې ګټورې همکارۍ به نه يوازې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي، بلکې د مخ پر ودو هېوادونو د يووالي او همکاريو او د نړيوالو اړیکو د ډيموکراتيکېدو په بهير به هم مثبتې اغېزې وکړي.

تايوان د چين د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده.

شنونکي پدې اند دي، چې له چينه د تايوان جلاغوښتونکې ډله به هرومرو ناکامېږي او هيڅوک دې د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو په برخه کې د چينايانو ټينګ هوډ او اراده سپکه نه ګڼي او واقعيتونه به ثابتوي، چې نور پاتې هېوادونه به هم د تاريخ سم لوري ته وګرځي.