د بريتانیا حکومت په دې وروستیو کې پارلمان ته یوه مسوده وړاندې کړې او د انګلیسي چینل په اوږدو کې د غیرقانوني کډوالو د ورتګ د مخنيوي غوښتنه یې پکې کړې ده.
د بريتانيې حکومت ويلي، چې نورو هېوادونو ته د غیرقانوني کډوالو د قاچاق ستونزه باید حل شي.
په بريتانيا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ استازې ټينينټ د مارچ په ٢٦مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په دغه مسوده کې له نړيوالو قانوني مکلفيتونو څخه سرغړونه شوې او د بريتانيا حکومت يې بايد پوره کړي.
ټیننټ ويلي، چې د بريتانيا د حکومت ياده مسوده "په حقیقت کې په دغه هېواد کې د پناه غوښتنې حق له مینځه وړی" او د مهاجرینو د ساتنې په اړه یې خپل نړیوال قانوني مکلفیتونه مات کړي دي.
د نوموړې په وينا، که د بريتانيا پارلمان ياده مسوده تصویب کړي، نو دا به په نړیواله کچه يو "منفي مثال" وي او د نړیوالو کډوالو پر خوندیتوب به جدي اغېزې ولري او که نور هیوادونه د بريتانيا دغه چاره تعقیب کړي، نو دا به د کډوالو ساتنې د نړيوالو چارو لپاره جدي پایلې ولري. (ژباړه: شکريه)