د اسیا د بنسټیزو تاسيساتو پانګونې بانک به نړیواله سمسورتیا وهڅوي
CMG2023/03/27 15:19:21
شريکول:

د اسیا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک مشر جین لي چون د چين اقتصادي زیاتوالی ډېر هڅونکی بللی دی.

نوموړي څو ورځې مخکې د چین د پرمختګ سږني لوړپوړي فورم ته په وينا کې ويلي، چې د اسیا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک، چې د چین په وړاندیز جوړ شوی، په بېلا بېلو برخو کې به د مختلفو هېوادونو له پرمختګ څخه ملاتړ وکړي. 

ښاغلي جین لي چون ویلي، چین په ډېرو اعلامیو او ډېرو نړیوالو ډګرونو کې ویلي، چې دغه هېواد له سوله ييزې ودې څخه ملاتړ کوي او هیله يې ښودلې، چې د سولې او ارامتیا په عملي کېدو سره نړیوالو ته ګټې ورسوي.

نوموړي زياته کړې، چین پر اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګار لري او دا چاره یې د ګردې نړۍ د پولي نظام د ثبات لپاره ګټوره ده.

(هیله)