اسرائيل او عربي متحده امارات د ازادې سوداګرۍ تړون نافذ کړ
CMG2023/03/27 12:31:34
شريکول:

د اسرئيل د حکومت مطبوعاتي دفتر د مارچ په ۲۶مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هېواد يې په همدې ورځ له عربي متحده امارات سره د ګمرکي مالياتو يو تړون لاسليک کړی، چې له مخې یې د دواړو هېوادونو د ازادې سوداګرۍ هغه موافقه، چې تېر کال یې لاسليک کړې وه، رسماً نافذه شوې ده.

د اعلاميې له مخې، د اسرائيل د بهرنيو چارو وزير اېلي کوهن او په اسرائيل کې د عربي متحده اماراتو سفير محمود ال خواجه د روانې مياشتې په ۲۶مې نېټې، د اسرائيل د لومړي وزير بنيامين نتانياهو په حضور کې د ګمرکي مالياتو تړون لاسليک کړی، چې له مخې به يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون نافذ شي.

په اعلاميې کې د ازادې سوداګرۍ تړون د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا او د دوه اړخيزو اړيکو د لا ټينګښت اصلي انجن ياد شوی دی.

اعلاميه زياتوي، چې د اسرائيل او متحده عربي امارات د ازادې سوداګرۍ تړون په نافذېدو سره به د دواړو هېوادونو پر ۹۶٪ سوداګريزو توکو ګمرکي ماليات معاف يا کم شي او د اسرائيل شرکتونه به اجازه ولري، چې د عربي متحده اماراتو د حکومتي پروژو په داوطلبۍ کې برخه واخلي.

اعلاميه وايي، چې دغه تړون به د دواړو هېوادونو سوداګریزه ساحه پراخه او اسرائیل ته به ‌ډېر کاري فرصتونه برابر کړي او په دغه هېواد کې به د ژوند لګښت هم کم شي.