د چین شکله ډیموکراسۍ او بشري حقونو د ساتنې سمینار د مارچ په ۲۶مې نېټې د هو نان ولایت په چانګ شه ښار کې ترسره شو.
دغه سمینار د چین د بشري حقونو د څېړنیزې کمېټې په لارښوونې او د منځني جنوب پوهنتون د بشري حقونو د څېړنیز مرکز په کوربتوب ترسره شوی دی.
په دغه سمینار کې د چین د بشري حقونو د څېړنیزې کمېټې، د چین د قانوني چارو کمیسیون، د هو نان ولایت د تبلیغاتي ادارې او د نان کای پوهنتون په شمول د ځینو ارګانونو څه باندې ۳۰ تنو استازو ګډون کړی و او ګډونوالو استازو پکې د چیني شکله ډیموکراسۍ او بشري حقونو د ساتنې پر تیوریو او عملي تدبیرونو بحثونه کړي دي.
(هیله)