شي جين پینګ د چين د پرمختګ د لوړپوړي فورم سږنۍ غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2023/03/27 14:58:48
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د مارچ په ۲۶ مې نېټې د چين د پرمختګ لوړپوړي فورم د ۲۰۲۳م کال غونډې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په خپل پيغام کې ويلي، چې اوسمهال په نړۍ کې داسې بدلونونه، چې په تېرو سلو کالونو کې يې ساری نه دی لیدل شوی، په چټکۍ رامنځته کېږي، په ځينو سيمو کې شخړې او تاوتريخوالي په زياتېدو دي او بلخوا د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا ځواک کمزوری دی او پياوړتيا يې د ګډو نظريو راټولولو او همکاريو ته اړتيا لري.

شي جين پينګ ويلي، چين د نړيوال پرمختګ وړانديز کړی او د نړيوالې ټولنې ملاتړ يې ترلاسه کړی دی او دده په ټکو، هېواد به یې د ورخلاصون بنسټيزې ملي تګلارې ته دوام ورکړي، د متقابلو ګټورو همکاريو پر ستراتېژۍ به ټينګار ولري او د خپل پرمختګ له لارې به نړۍ ته نوي فرصتونه برابر کړي. 

د چين د پرمختګ لوړپوړي فوړی فورم د چين د دولتي شورا د پرمختګ څېړنيز مرکز لخوا جوړ شوی او سږنۍ غونډه يې د اقتصاد د بيا سمسورتيا فرصتونو او نړيوالو همکاريو ته ځانګړې کړې وه، چې په همدې ورځ بېجينګ کې پرانيستل شوه.