د سوریې بهرنیو چارو وزارت د مارچ په ۲۵مې نېټې په یوې اعلامیې کې د دغه هېواد په دير الزور ایالت کې د امریکايي ځواکونو د خپلسري برید غندنه کړې او پکې يې په ټينګار ويلي، چې د سوریې حکومت به په دغه هېواد کې د امريکايي ځواکونو غیر قانوني مېشتېدل پای ته ورسوي.
په دغه اعلامیه کې راغلي، امریکايي ځواکونو د سوریې د دير الزور ایالت پر څو سیمو بمباري کړې، چې له امله يې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او ځينې تاسیسات يې ویجاړ کړي دي.
د سوریې حکومت د امریکايي ځواکونو دغه برید د دغه هېواد پر حاکمیت، یووالي اوعرضي تماميت څرګند تيری او ناکامه کړنه بللې ده.
اعلاميه زياتوي، چې د سوریې حکومت به په دغه هېواد کې د امريکايي ځواکونو د غېر مېشتېدو د پای ته رسېدو لپاره هڅې وکړي.
په اعلاميې کې له نړيوالې ټولنې هم غوښتل شوي، چې د امريکې د تيري او ناقانونه کړنو غندنه وکړي او د سوریايانو د ملي يووالي د ساتنې په پار د سوریې د حکومت کوښښونه وستايي.
(هیله)