ليو جيان چاو له مشاهد حسين سيد سره وکتل
CMG2023/03/28 09:22:51
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو څانګې مشر ليو جيان چاو د مارچ په ۲۷مې نېټې په بېجينګ کې د اسيايي ګوندونو د نړيوالې غونډې رئيس او د پاکستان د استازيو مجلس د دفاعي کمېټې مشر مشاهد حسين سيد سره کتلي دي.

دواړو خواوو د نړيوال پرمختګ وړانديز، د نړيوال امنيت وړاندېز او د نړيوال تمدن وړانديز د پلي کولو، په اسيا کې د ګوندونو تر منځ د همکاريو او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په اړه نظرونه تبادله کړې دي.