د نړیوالو شرکتونو مشران د چین باکیفیته پرمختګ پر راتلونکي باور لري
CMG2023/03/28 14:54:26
شريکول:

د چین پرمختګ د لوړپوړي سمینار سږنۍ غونډه د مارچ له ۲۵مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې په بېجینګ کې ترسره شوه. د سږنۍ غونډې عنوان ((اقتصادي احیا: فرصتونه او همکارۍ)) و. د نړۍ د ځینو مخکښو تصدیو او نورو نړیوالو شرکتونو مسئولینو چې په دغه غونډه کې يې ګډون کړی، د چین د باکیفیته پرمختګ پر راتلونکي يې باور څرګند کړ او هیله يې وښودله چې له چین سره همکارۍ لا نورې هم پياوړې کړي.

چین د اصلاحاتو او ورخلاصون پر تګلارې ټينګار کړی او له نورو هېوادونو سره د همکارۍ په ترڅ کې يې له ننګونو سره د تولید او عرضې ځنځيرونو د مقابلې توان لوړ کړی او د نړیوال اقتصاد د بیا سمسورېدو لپاره يې خدمتونه ترسره کړي دي.

د Mercedes-Benz میرسیدس بنس شرکت د مدیره پلاوي رئیس Ola Kallenius اوله کلینیوس په یاده غونډه کې وویل، د اقتصاد د نړیوال یا سیمه ییز کېدو ضد ځينې اقدامات په وروستیو کلونو کې راپورته شوي، له دې امله د تولید او عرضې په ځنځیرونو کې رامنځته شوې ستونزې د شرکتونو او مشتریانو لپاره منفي اغېزې جوړې کړې دي. هغه وویل، چین تل پر نړیوالو همکاريو ټينګار کړی، دا نه یوازې د چین اقتصاد، بلکې په چین کې پانګونې کړې نړیوالو شرکتونو هم ترې ګټې اخیستې دي. موږ دې ته سترګې په لار یو چې چین د نورو زیاتو نړیوالو تصدیو لپاره دروازه خلاصه کړي او زیاتې چیني تصدۍ به د ګردې نړۍ د عرضې په ځنځير کې لا فعال رول ولوبوي.

د BOSCH بوسچ شرکت د مدیره پلاوي رئیس Stefan Hartung ستیفن هارتونګ په یاده غونډه کې وویل، په چین کې د صنعتي سیستم او صنعتي توان په پر له پسې بشپړېدو او لوړېدو سره، د نوې انرژۍ کاروونکو موټرونو، انرژۍ، الکترونیکي تکنالوژۍ، ځيرکې جوړونې او دوامدار پرمختګ په برخو کې نړیوالو شرکتونو ته نور زیات ګټور فرصتونه برابر کړي دي. زموږ شرکت په چین کې خپلې پانګونې زیاتې کړې. تېر کال مو د چین د جیانګ سو ولایت په ټای څانګ ښار کې د نوې انرژۍ کاروونکو موټرونو د پرزو فابریکه پراخه کړې، د سږ کال په سر کې مو په سو جو ښار کې د ۷ میلیارډو یوانو په ارزښت د نوې تولیدي اډې د جوړولو اعلان وکړ. سربېره پر دې، موږ د تېر کال په پای کې په شانګهای کې د ځيرکې چلونې نوی څېړنیز مرکز جوړ کړ او پلان لرو چې سږ کال به په ګوانګ جو ښار کې به یو بل مرکز جوړ کړو.

د AstraZeneca استرازینکا اجرایوي مدیر Pascal Soriot پسکل سوریوت په یاده غونډه کې وویل، سږ کال د چین په بازار کې د دغه شرکت د سوداګریزو چارو د پیل له ۳۰مې کلیزې سره برابر دی. د دغه شرکت ستراتيژۍ هم په تېرو ۳۰ کلونو کې بدلې شوې، مخکې يې تولیدات یوازې په چین کې تولیدېدل او هم په چین کې پلورل کېدل. اوس تولیدات يې په چین کې تولیدېږي، خو د نړۍ پر ډېرو هېوادونو پلورل کېږي. هغه وویل، چې زموږ شرکت په چین کې خپل تولیدي توان لوړ کړی او په چین کې تولید شوي درمل مو د نړۍ  پر څه باندې ۸۰ هېوادونو او سیمو پلورو. چین د تکنالوژۍ او نوښت په برخه کې غښتلی توان لري، زموږ شرکت په شانګهای کې د نویو درملو د څېړنې او تولید مرکز جوړ کړی. موږ د چین پر روښانه راتلونکي پوره باور لرو او غواړو چې له چین سره همکارۍ نورې هم ژورې کړو.

دTotalEnergies توتال انرژۍ شرکت اجرایوي مدیر پاتریک پویاني په یاده غونډه کې وویل، چین په وروستیو کلونو کې د نوې ډول انرژۍ د پرمختګ په برخه کې د نړۍ مخکښ مقام ونیسي، هغه هیله وښودله چې د نوې انرژۍ په برخه کې له چین سره نور زیاتې همکارۍ وکړي.