د افغانستان کورنيو چارو وزارت د مارچ په ۲۷مې نېټې خبر ورکړی، چې په همدې ورځ په کابل کې چاودنه شوې، چې له امله یې د بريدګر په شمول لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي دي.
د کابل امنيې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ د مارچ په ۲۷مې نېټې شينهوا اژانس ته ويلي، چې د همدې ورځ په ماسپښين د کابل په دوهمې ناحيې کې ځانمرګی بريد شوی دی.
خالد ځدراڼ ويلي، چې د دوی امنيتي کسانو بريدګر پېژندلی و او ډزې يې هم پرې کړې دي، خو بريدګر ځان پسې تړلو چاوديدونکو ته چاودنه ورکړې ده.
نوموړي ويلي، د دغه بريد له امله ۶ ملکي وګړي وژل شوي او څو نور ټپيان دي.