د بواو اسيايي فورم سږنۍ غونډه پرانېستل شوه
CMG2023/03/28 15:32:52
شريکول:

د بواو اسيايي فورم د ۲۰۲۳م کال غونډه د مارچ په ۲۸ مې نېټې د چين د های نان ولایت په بواو علاقه دارۍ کې پرانېستل شوه.

 د مالوماتو له مخې، دغه غونډه به څلور ورځې دوام ولري او د نړۍ د  ۵۰ هېوادونو او سيمو څه باندې ۲۰۰۰ استازو پکې ګډون کړی دی.

د دغې غونډې د مقدماتي ادارې د خبر له مخې، د بواو اسيايي فورم په سږنۍ غونډه کې د نړۍ يو شمېر سياستوال، ۹۲ د وزيرانو په کچه لوړپوړي چارواکي او پخواني حکومتي چارواکي او د نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو ۱۱ مسئولين او یو شمېر لوی سوداګر او کارپوهان ګډون لري او د نړیوالو ننګونو پر وړاندې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ په يووالي او همکارۍ، ورخلاصون، ټولشموليت او ګډ پرمختګ تمرکز کوي.