د چين لومړی وزير به د بو او اسيايي فورم په سږنۍ غونډې کې ګډون وکړي
CMG2023/03/28 09:54:47
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په ۲۷مې نېټې په يوې مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې د دغه هېواد لومړی وزير لي چيانګ به د مارچ په ۳۰مې نېټې په های نان ولايت کې د بو او اسيايي فورم د ۲۰۲۳م کال غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړي.

د مالوماتو له مخې، په يادې غونډې کې به د سينګاپور لومړی وزير لي حسين لونګ، د ماليزيا لومړی وزير انور ابراهيم، د هسپانيې لومړی وزير پېدرو سانچس، د کوته دیوا لومړی وزير پاتريک اچي جيرومي او د نړيوال وجهي صندوق مشره کريسټالينا جيورجيوا هم ګډون ولري.

ماو نينګ ويلي، چې د لومړي وزير لي چيانګ په بلنه، د سينګاپور لومړی وزير لي حسين لونګ، د ماليزيا لومړی وزير انور ابراهيم او د هسپانيې لومړی وزير پېدرو سانچس به له چین څخه رسمي ليدنه هم وکړي.

د بو او اسيايي فورم د ۲۰۲۳م کال غونډه به د مارچ له ۲۸مې نېټې تر ۳۱مې نېټې پورې د های نان ولايت په بو او کې ترسره شي.