شي جين پينګ د سعودي عربستان له وليعهد او لومړي وزير محمد سلمان سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2023/03/28 15:31:19
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د مارچ په ۲۸ مې نېټې د سعودي عربستان له وليعهد او لومړي وزير محمد بن سلمان سره ټليفوني خبرې کړې دي.

شي جين پينګ له محمد سلمان سره په خبرو کې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز ته سلامونه او د روژې میاشتې نيکې هيلې وړاندې کړې دي. نوموړي د چين او سعودي عربستان ترمنځ اړيکې د تاريخ تر بل هر وخت ښې بللي او ويلي يې دي، چې هېواد يې غواړي له سعودي سره په مهمو مسئلو کې يو د بل ملاتړ ته دوام ورکړي، خپلمنځي همکارۍ او کلتوري تبادلې ورسره پراخې کړي، خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته زيات پرمختګونه ورکړي، په ټول توان د چين او سعودي عربستان د نوې زمانې د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي او د منځني ختيځ د سولې، ټيکاو او پرمختګ لپاره زيات خدمتونه وکړي.

شي جين پينګ په اشارې ويلي، چې چين، سعودي او ايران د وروستيو ګډو هڅو په نتيجه کې ریاض او تهران يوې بريالۍ پايلې ته رسيدلي او مهمې لاسته راوړنې يې ترلاسه کړې، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي، د سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ د يووالي او همکارۍ، د سيمې د ترينګلتياوو د ارامولو لپاره ډېر مهم ارزښت لري او نړيوالې ټولنې يې هم هرکلی کړی دی.

د نوموړي په وينا، پدې وروستیو کې د سيمې د هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي تمايل په ښکاره توګه لوړ شوی او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د خبرو اترو له لارې د تضادونو حل د خلکو له هيلو او د زمانې د پرمختګ له تمايل او همداراز د بېلا بېلو هېوادونو له ګټو سره سمون لري. 


شي جين پينګ هيله ښودلې، چې سعودي او ايران د دوستانه ګاونډيتوب په روحيې د بېجينګ خبرو د لاسته راوړنو پر بنسټ د خپلمنځي اړيکو د ښووالي په پار خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

محمد سلمان د خپلو خبرو په پېل کې رئیس شي جين پینګ ته د پاچا سلمان بن عبدالعزیز نيکې هيلې او پېرزوينې وړاندې کړي او يو ځل بيا يې ورته د چين د دولت رئيس په توګه د نوموړي د بيا ټاکل کېدو په پار مبارکي ويلې ده.

 نوموړي ويلي، سعودي له ايران سره د اړيکو د ښه والي د ملاتړ په پار له چين څخه د زړه له کومې مننه کوي او په وينا يې، بېجينګ په سيمه ييزو او نړيوالو چارو کې ورځ تر بلې ښه رغنده رول لوبوي او د چين دغه رول يې ستایلی دی.

نوموړي چين د سعودي مهم همکار بللی او ويلي يې دي، چې سعودي له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له چین سره د خپلمنځي همکاريو د نويو پرمختګونو لپاره ګډ کار وکړي.