لي چيانګ د چين د پرمختګ لوړپوړي فورم د سږنۍ غونډې له بهرنيو استازو سره وکتل
CMG2023/03/28 11:04:03
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د مارچ د ۲۷مې نېټې په ماسپښين کې د چين د پرمختګ لوړپوړي فورم د ۲۰۲۳م کال په غونډې کې له بهرنيو استازو سره کتلي دي.

په دغې غونډې کې د ډېرو هېوادونو سياستوالو، د نړيوالو مشهورو شرکتونو مشرانو، مشهورو کارپوهانو او د نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

لي چيانګ ويلي، چې د چين اقتصاد په نړيوال بازار کې ژورې رېښې غځولي او پرمختګ يې نړۍ پسې تړلی بللی دی او هم د ده په وينا، نړيوال پرمختګ چين ته اړتيا لري.

نوموړي ويلي، په نړيوالو حالاتو کې، چې هر څنګه ادلون بدلون راځي، هېواد به یې پر ور پرانیستنې ټينګار ولري.

لي چيانګ ويلي، چين به د اقتصاد او سوداګرۍ نړيوال قواعد پلي او مخ پر وړاندې به حرکت وکړي، له بهرنيو پانګوالو او شرکتونو سره به د چيني تصديو په څېر يو شان چلند غوره کړي، اسانې او ازادې سوداګرۍ او پانګونې ته به وده ورکړي، بنسټيز تاسیسات به پراخ کړي او بازار ته په کتو به، د نړيوالې سوداګرۍ چاپېريال برابر کړي.

نوموړي زياته کړې، چې چين به د ورخلاصون کچه لا پراخه او د سوداګرۍ چاپېريال به لا ښه او د خدمتونو ښې چارې به غوره کړي.

د لي چيانګ په وينا، په چين کې پانګونه د ښه راتلونکي تضمين دی او هېواد يې غواړي، چې له بېلا بېلو خواوو سره په ګډه د ور پرانيستنې او د متقابلو ګټو تر لاسه کولو په پار همکارۍ وکړي.

په دغې غونډې کې د ايپل شرکت اجرايوي رئيس کوک په شمول بهرنيو استازو هم ګډون او ويناوې کړې دي.