روسيه: د سوداګرۍ نړيوال سازمان څخه نه ګوښه کيږو
CMG2023/03/28 11:31:39
شريکول:

رشيه ټوډۍ خبري اژانس د مارچ په ۲۷مې نېټې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو ادارې مشر دميتري بيريچيفسکي په قول خبر ورکړی، چې څو هېوادونه غواړي او هڅې کوي، چې روسيه د سوداګرۍ نړیوال سازمان څخه وباسي، خو روسیه به ورڅخه ځان ګوښه نه کړي.

د نوموړي په وينا، روسيه حق لري، چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړيتوب ولري، څو د مساوات او د متقابلو ګټو پر بنسټ له هغو پرمختيايي هېوادونو سره ټينګې همکارۍ وپالي، چې غواړي له روسيې سره ثابتې اړيکې ولري.

بيريچيفسکي زياته کړې،‌ چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان مقررات د اروپا او اسیا د اقتصاد د روانېدو اساس جوړوي او روسيه د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې غړی هېواد دی او د سوداګرۍ نړيوال سازمان مقررات به هر وخت مراعات او پلي کړي.