چين: اړوند هېوادونه دې هر ډول نژاد پرستۍ او نژادي تبعیض له منځه يوسي
CMG2023/03/28 15:04:33
شريکول:

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د مارچ په ۲۷مې نېټې د مرييتوب يا غلامۍ سيسټم او د اتلانتيک سمندر د غلامانو د پېر او پلور معاملو له امله د زيانمنو خلکو د نړيوالې ورځې ياد فعاليت تر سره کړ.

په ملګرو ملتونو کې د چيني پلاوی لنډ مهالي شارژدافير دای بينګ ياد فعاليت ته وينا کړې او پر اړوندو هېوادونو يې غږ کړی، چې په واقعي کړنو هر ډول نژاد پرستي او نژادي تبعیض له منځه يوسي او بشري حقونه دې په رښتيا تامين کړي.

دای بينګ ويلي، چې د مرييتوب سيسټم او د اتلانتيک سمندر د غلامانو د پېر او پلور معاملو پراخې او ژورې اغېزې بايد له منځه لاړې شي او په وينا يې، دا د نړيوالې ټولنې په ګډو هڅو پورې اړه لري او په ځانګړې توګه، هغه هېوادونه، چې برخه يې پکې اخیستې او ګټې يې ترې اخیستي، باید خپله سیاسي اراده وښيي، خپلې تورې ماضي ته بايد وګوري او تاریخي مسؤلیت دې پر غاړه واخلي.

 چېن پر اړوندو هيوادونو غږ کړی، چې په واقعي کړنو هر ډول نژاد پرستۍ او نژادي تبعیض له منځه يوسي او په بشپړه او اغېزمنه توګه دې د ( دوربان اعلاميه او عملياتي پروګرام ) پلي کړي او د ټولو بشري حقونه دې خوندي وساتي.