چين په ۲۰۲۲م کال کې پر بشري حقونو د امريکا د تېري راپور خپور کړی
CMG2023/03/28 14:46:38
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مارچ په ۲۸مې نېټې د ۲۰۲۲م کال پر بشري حقونو د امريکا د تېري راپور خپور کړی او پر بشري حقونو د امریکا د تېري حقيقتونه يې په ډاګه کړي دي.

راپور وايي،‌ په داسې حال کې، چې امريکا خپل ځان د بشري حقونو ساتونکی بولي، په ۲۰۲۲م کال کې یې د بشري حقونو حالاتو شاتګ کړی دی.

راپور زياتوي، په امريکا کې د پيسو سياست، نژادي تبعيض، د ټوپکونو زياتوالی، د پوليسو زورزياتی او د شتمنو او بېوزلو ترمنځ توپيرونه ډېر زيات شوي دي، چې له امله يې په دغه هېواد کې قضا او عدل کم شوي او امريکايان له خپلو اساسي حقونو او ازادۍ څخه ډېر بې برخې شوي دي.