د امريکا د عوامو مجلس مشر: د ټيک ټاک تقنيني چارې به پر مخ يوسي
CMG2023/03/28 09:54:10
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماو نينګ د مارچ په ۲۷مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، امريکا هيڅ داسې شواهد نه لري، چې وښيي، ټيک ټاک د دغه هېواد د ملي امنيت لپاره ګواښ دی، خو پر له پسې يې پرې بې اساسه محدوديتونه لګولي دي.

د امريکا د عوامو مجلس مشر کېوين مکارتي ويلي، چې د ټيک ټاک په اړه تقنيني چارو ته به وده ورکړي.

ماو نینګ ويلي، چې مسلکي مسئلې بايد په مسلکي چارو حل شي. امريکا نه شي کولی، چې پر نورو تصديو د محدوديتونو د لګولو له لارې خپل ځان غښتلی کړي او په وينا يې، امريکا دې د بازاري اقتصاد او عادلانه سیالۍ اصولو ته درناوی ولري، پر بهرنيو تصديو دې بې اساسه محدوديتونه نه لګوي او د بېلابېلو هېوادونو د تصديو د پانګونې او سوداګرۍ لپاره دې له تبعيض لرې پرانيستی او عادلانه چاپېريال برابر کړي.