د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د چين بهرنۍ پانګونې چټک پرمختګ کړی
CMG2023/03/29 09:31:23
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر فبرورۍ پورې په بهر کې د چين پانګونې چټک پرمختګ کړی او په بهرنيو هېوادونو کې يې غير پولي مستقيمې پانګونې ۱۹ ميليارډه او ۹۶۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۶.۵ سلنه زياتوالی ښيي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د همکاريزو چارو ادارې مشر ويلي، چې د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو کې د چيني تصديو غير پولي مستقيمې پانګونې ۴ ميليارډه او ۴۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۷.۸ سلنه زياتوالی ښيي.

د مالوماتو له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر فبرورۍ پورې، د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو کې د چيني تصديو د رغنيزو پروژو عوايدا ۱۰ ميليارډه او ۲۵۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلي دي.