د جاپان د کانګرېس سنا مجلس د مارچ په ۲۸مې نېټې د غير واکمنو ګوندونو له مخالفت سره سره، د ۲۰۲۳ مالي کال بودیجه تصویب کړې، چې له مخې به يې د دغه هېواد دفاغي لګښت زیات شي.
ګڼ جاپانيان په همدې ورځ د سنا مجلس د ودانۍ پر وړاندې راټول شوي وو او د يادې بوديجې ضد لاريون او احتجاج يې کړی دی.
د جاپان د روان کال بوديجې کې دفاعي لګښت 6821.9 میلیارډو جاپاني ينو ته پورته شوی، چې د تېر مالي کال په نسبت 1.26 چنده زیات او تاريخي ريکارډ یې جوړ کړی دی او د دې ترڅنګ د جاپان د دفاعي توان د لوړتیا لپاره پکې 3380.6 میلیارډه جاپاني ین هم ځانګړي شوي دي.
(هیله)