د روسيې دفاع وزارت د مارچ په ۲۸مې نېټې خبر ورکړی، چې ځواکونو يې په دونيتسک، کوپيانسک، ليمان او خرسون کې پر اوکرايني پوځيانو او پوځي تجهيزاتو بريدونه کړي دي.
خبر وايي، چې د روسیې هوايي دفاعي سیسټم په لومړي ځل امریکايي جوړ کوچني قطر بم مخه نيولې ده. دغه ډول بم د هوايي راکټ په انجن سمبال او د امريکا د هیمارس (HIMARS) راکټونو پر مټ له ځمکې څخه توغول کيږي.
اعلاميه وايي، د روسیې هوايي دفاعي سیسټم د هیمارس څو نور راکټونه هم شنډ کړي دي.
بلخوا د اوکراين د وسله والو ځواکونو لوى درستيز د روانې مياشتې په ٢٨مې نېټې په يوه راپور کې ويلي، چې ځواکونو يې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دغه هېواد د لیمان په شمول څو سيمو کې د روسي ځواکونو د څو بريدونو مخه نیولې ده.
راپور وايي، د اوکراين هوايي ځواکونو د روسیې د هوايي دفاعي سیسټم پر مرکزونو بريدونه کړي او ځمکنيو ځواکونو يې د روسي پوځ تر کنټرول لاندې په څو سیمو او د روسیې د وسلو او بمونو پر ګودامونو بريدونه کړي دي او د دغه هېواد د جاسوسۍ ډېرې بې پیلوټه الوتکې یې هم ویشتلې دي.