د ملګرو ملتونو امنيت شورا د مارچ په ۲۸مې نېټې په افريقا کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د حالاتو په اړه د لوړې کچې غونډه کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې ملګري ملتونه به له افریقایي هېوادونو سره د ترهګرۍ د جرړو د اېستلو په پار مرستې وکړي.
د افريقايي هېوادونو د ټولنې نوبتي مشر اسوماني يادې غونډې ته په وينا کې د تروريزم ضد د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو او افريقايي هېوادونو ټولنې د همکاريو د پياوړتيا غوښتنه کړې ده.
د افريقا په چارو کې د چين د حکومت ځانګړي استازي ليو يو شي په يادې غونډې کې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د افريقا د ملاتړ لپاره واقعي عملیات تر سره کړي، د سختو ننګونو پر وړاندې ګډه مقابله او مرستې ورسره وکړي، څو افریقايي هېوادونه د ترهګرۍ ګواښونه له منځه یوسي.