د مکسیکو د کډوالو ملي ادارې د مارچ په ۲۸مې نېټې يوه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې د دغه هېواد د شمالي چیهواوا ایالت په جواریز ښار کې تېره شپه د مهاجرینو په يوه پنډغالي کې د اور لګېدنې له امله ۳۹ کسان وژل شوي او ۲۹ تنه نور سخت سوځيدلي دي.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې اورلګېدنه د کډوالو په يوه لوی پنډغالي رامنځته شوې ده.
د کډوالو ياد پنډغالی د مکسيکو د شمالي چيهواوا ايالت د جواریز ښار او امريکا ترمنځ غځيدلي پل ته نږدې دی او د پېښې پر مهال پکې ۶۸ کسان موجود وو.
د مکسیکو ولسمشر اندریس مانویل لوپیز ويلي، چې ياد کډوال له دغې پېښې مخکې پوهېدلي وو، چې دوی ښايي خپلو هېوادونو ته واستول شي، نو ياد پنډغالي ته د ورتګ لار يې بنده کړې وه او اور يې لګولی و، چې په پایله کې وضعیت له کنټرول څخه بهر شوی دی.