چين: د نورډ سټريم نلليکې د چاودنې په اړه د بې طرفه نړيوالو څېړنو ملاتړ کوو
CMG2023/03/29 15:31:08
شريکول:

 

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د مارچ په ۲۷مې نېټې ويلي، هېواد يې د ملګرو ملتونو د هغې پرېکړې ملاتړ کوي، چې د نورډ سټريم نلليکې د چاودنې د څېړنې په پار خپلواک کميسيون جوړوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې مياشتې په ۲۷مې نېټې د هغه پرېکړه ليک مسوده تصويب نه ده کړې، چې د روسیې او ځينو نورو هېوادونو لخوا وړاندې شوې وه.

د دې مسودې اصلي موخه دا ښودل شوې، چې ملګري ملتونه د نورډ سټريم نلليکې د چاودنې په اړه نړیوالې څېړنې پېل کړي، خو د امنيت شورا په غړيو کې روسیې، چین او برازیل د تاييد او نورو غړو بیا ممتنعې رايې ورکړې دي.

ګنګ شوانګ ويلي، چې ياده بده پېښه يوازې اروپا ته نه، بلکې مهمو نړيوالو بنسټيزو تاسيساتو امنيت ته هم خطر پېښولی شي.

نوموړي ويلي، چې يادې پېښې د نړيوالې ټولنې اندېښنې راپورته کړي او په اړه يې د واقعي، عادلانه او مسلکي پلټنې د پيل اعلان او بريدګر د قانون منګولو ته سپارل ډېر مهم او اړين بللي دي.
نوموړي د ملګرو ملتونو ملاتړ کړی، چې د نورډ سټريم نلليکې د چاودنې په اړه بې طرفه نړیوالې څیړنې ترسره کړي.