سي اېم جي په تاګوسي ګالپا کې د خبريالانو مرکز پرانېست
CMG2023/03/29 16:44:53
شريکول:


سي اېم جي د مارچ په ۲۹ مې د هندراس په پلازمينې تاګوسي ګالپا کې د خبريالانو مرکز پرانېست.
دا په هندراس کې د چيني رسنيو لومړی رسنيز ارګان دی، چې د دواړو هېوادونو د حکومتي ادارو په ګډې منظورۍ جوړ شوی دی.
د سي اېم جي او د هندراس ملي راډيو او تلويزیون مشرانو د ياد مرکز په پرانيستونکو مراسمو کې د خپلمنځي همکاريو د پلانونو سند هم لاسليک کړی او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتیکو اړيکو له جوړېدو وروسته د رسنیزو چارو په برخه کې لومړی همکاريز تړون دی.
 د دغه تړون له مخې، دواړه خواوې به د ارګانونو د جوړولو، همکارۍ ميکانيزم، خپرونو، د پروسونل تبادلې او اړوند چارو په برخو کې همکارۍ پيل کړي

.