د کوريا جمهوریت بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ٢٩مې نېټې په دغه هېواد کې د جاپان مينيسټر کونسل ناوکي کوماتاني احضار کړی او د جاپاني حکومت لخوا د ابتدايي ښوونځيو د هغو درسي کتابونو د تصویبولو په اړه یې اعتراض ورته کړی، چې پکې د دوکدو ټاپوګانو د حاکمیت د ادعا او په دویمې نړیوالې جګړې کې د جاپان له خوا په زور د کوریا ټاپو وزمې د کارګرو د ګمارلو تاريخ د پټولو په اړه محتويات ليکل شوي دي.
د کوریا جمهوریت بهرنیو چارو وزارت په همدې ورځ په يوې اعلامیې کې هم د جاپان له خوا د نوموړو درسي کتابونو د تصویبېدو په اړه سخت اعتراض څرګند کړی او د دوکدو ټاپوګانو د حاکمیت په اړه يې د جاپان د حکومت ادعا له حقیقته لرې بللې او د جاپان لخوا په زور د کارګرو د ګمارلو د تاريخي واقعيتونو د پټولو په اړه یې سخته خواشيني څرګنده کړې ده.