امريکايي شکله بشري حقونه د امريکايانو خپسکه ګرځېدلې
CMG2023/03/29 14:55:12
شريکول:

د مارچ ۲۷مه نېټه د ډېرو امريکايي کورنيو لپاره يوه ډېره د خواشينۍ ورځ وه.  د همدې نېټې په سهار د دغه هېواد د ټینسي ايالت د ناشويلي ښار په يوه ابتدايي ښوونځي کې د ډزو پېښه وشوه، چې له امله يې ۳ تنو ۹ کلنو ماشومانو او ۳ نویو زلمیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. دغه پېښه له هغې پېښې وروسته، چې د ۲۰۲۲م کال په مې میاشت کې د ټيکساس ايالت په روب ابتدايي ښوونځي کې رامنځته شوه، د دغه هېواد په ښوونځيو کې تر ټولو سخته د ډزو پېښه بلل کېږي. د امريکا ولسمشر جو بايډن د دې پېښې په اړه وويل، چې دغه تراژيدي د هرې کورنۍ لپاره ډېره وېروونکې خپسکه ده.

يوې اغلې، چې په ۲۰۲۲م کال کې يې د ډزې له يوې پېښې څخه روغه وتلې، د مارچ په ۲۷مه نېټه د ناشويلي ښار په خبري ناسته کې وويل، چې (( ولې دغسې پېښې بيا بيا رامنځته کېږي؟ ))

د ورته تراژيدۍ د بيا بيا رامنځته کېدو لامل څه دئ؟ د چين حکومت د مارچ په ۲۸مه نېټه په ۲۰۲۲م کال کې پر بشري حقونو د امريکا د تېري راپور خپور کړی او د نړيوالو لپاره يې يادې پوښتنې ته ځواب په ډاګه کړی.

نوموړي راپور د ډېرو بېلګو او دقيقو معلوماتو او شمېرو له لارې هغه حقيقت ښودلی، چې په تېر يوه کال کې د امريکا د خلکو بنسټيز حقونه او ازادي زیانمن شوي او د دغه هېواد د بشري حقونو د وضعيت بېرته شاتګ رامنځته شوی. په دغه راپور کې ويل شوي، چې د امريکا په ښوونځيو کې د ډزو پېښو شمېر د نورو هېوادونو د ښوونځيو په پرتله ډېر دی. تېر کال د امريکا په ښوونځيو کې د ډزو ۳۰۲ پېښې شوې، چې دغه رقم له ۱۹۷۰م کال راهيسې مثبته وده کړې.  په امريکا کې د ډزو بريدونه د ماشومانو د مړينې لومړی سبب ګرځېدلی دی.

د امريکا په ښوونځيو کې د ډزو پېښو نه يوازې د ملي امنيت په اړه د امريکايانو اعتماد ځپلی، بلکې د بشري حقونو په برخه کې د دغه هېواد رياکارانه بڼه او ناکامي په ډاګه کړې.

د اتباعو ځاني امنيت تأمین نه دي، امريکايي ډوله انتخابات د شتمنو لوبې ګرځېدلي، د نژادي تبعيض مسئله سخته شوې، د شتمنو او بېوزلو ترمنځ توپير او بېلتون سخت ترينګلی شوی او داسې نورو مسئلو د امريکايي شکله بشري حقونو واقعي حالت افشا کړی. د امريکا ان بي سي نيوز د تېر کال د نومبر په ۹مه نېټه د يوې سروې پایله خپره کړه، چې له مخې يې، د دغه هېواد د ډيموکرات ګوند د ۷۲٪ رايې ورکوونکو، د جمهوريپال ګوند د ۶۸٪ رايې ورکوونکو او ۷۰٪ منځنيو رايې ورکوونکو په اند ډيموکراسي له خطر سره مخ ده.

ولې خلکو د امريکايي شکله بشري حقونو په اړه مايوسي ښودلې؟  پيسې او د ګوندونو سيالي دوه عمده لاملونه دي. د رويټرز د خبر له مخې، د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر تر ۳۰مې نېټې پورې د امريکا د فډرالي سياسي پروژو ۱۵٪ مالي بسپنه د امريکايي میلیاردرانو له سياسي بسپنو څخه راغلې. له امريکا خپرېدونکې مجلې (( فورټون )) دې ته اشاره کړې، چې د شتمنې طبقې وګړي د خپل لوړ اقتصادي مقام له لارې د هغو تګلارو تطبيق رامنځته کولی شي، چې دوی ته د لومړيتوب خدمتونه ورکوي.

د امريکا حکومت د هېواد په کور دننه کې د بشري حقونو بد وضعيت ته سترګې پټې کړې، خو بشري حقونه يې د وسلې او وسیلې په توګه کارولي، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه کړې او په نړيواله ټولنه کې يې اضداد، بېلتون او ګډوډۍ جوړې کړې دي. د مارچ ۲۰مه نېټه د عراق د جګړې له شلمې کليزې سره برابره وه، خو د دې نېټې په مناسبت په واشنګټن کې دغې جګړې ته د بيا کتنې او يا له دغې جګړې څخه د درس اخيستلو غږ ډېر کم و.

حقيقت ښيي، هر څومره چې د امريکا حکومت خپلو پلمو ته د ښکلا ورکولو لپاره هڅې کړې، خو رښتينې موخې يې نه شي پټولی، چې د هېواد په دننه کې د امتيازاتو لرونکې طبقې د ګټو ساتنه غواړي او په بهر کې باداري غواړي. د امريکايي شکله بشري حقونه د امريکايانو او نړيوالو خپسکه ده.