بېجينګ: امريکا دې د ډيموکراسۍ په پلمه نړۍ نه پاشي
CMG2023/03/29 10:03:20
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په ۲۸ مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې امريکا  په خپلو نيمګړتياوو سترګې پټوي او د ډيموکراسۍ په پلمه يې يوځل بيا د ډيموکراسۍ سرمشريزه رابللې ده.

د ماو نينګ په وينا، امريکا مټې رانغاړلي، چې نړۍ د ايډيالوژيکو توپيرونو پر اساس ووېشي او پارټ بازۍ پکې جوړې کړي او په څرګنده د ډيموکراسۍ روحيې ضد داسې کړنې ترسره کوي، چې له ورايه يې پکې د جعلي ډيموکراسۍ او رښتينې بادارۍ بڼې څرګنديږي.

ماو نينګ د نړۍ په ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو پربنسټ خپلمنځي يووالی او همکارۍ پياوړې او رښتينی څو اړخيزم دې عملي کړي او چا ته دې اجازه نه ورکوي، چې د ډيموکراسۍ په بهانه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخلې وکړي.

نوموړې زياته کړې، چې ټول هېوادونه دې رښتينې ډيموکراسي پلې او ډيموکراتيکې نړيوالې اړيکې دې جوړې کړي.